Job Description
Job Description:داستاد د دندې لا یحهد لوړو زده کړو د قانون او د لوړو زده کړو محترم وزارت د نورو اړوندو لوايحو تطبیق ته کار کول او روښان د لوړو زده کړو مؤسسې داخلي پالیسیو رعایت او د دندې پر مهال یې تطبیق ته پاملرنه کول.
د درسي سمستر پیل څخه د مخه د خپل مضمون اړوند کورس پالیسي ترتیبول او اړونده ډیپارټمنټ او کریکولم کمیټې څخه یې تائیدول.
د هر درسي سمستر په بشپړیدو سره د مضمون د کورس پالیسۍ مطابق راپور جوړول او اړونده ډیپارټمنټ ته یې سپارل.
د محصلینو وسطي او نهايي ارزونه ترسره کول او په ازموینو کې د ممتحن او ممیز په توګه د پلان مطابق د خپلې دندې اجرا کول.
د هر مضمون او ټولګي اړوند د محصلینو د حاضرۍ ساتنه او د درسي ساعت په پای کې د حاضرۍ پواسطه د محصلینو سوبتیا څخه ډاډ ترلاسه کول.
پخپل مسلک کې د محصلینو ظرفیت لوړولو په موخه د موسسې پالیسۍ په اساس له عصري او نویو میتودونو څخه په استفادې تدریس ترسره کول.
په اړونده ډیپارټمنټ کې محصلینو ته د لابراتواري تجریو ترسره کول او د محصلینو د عملي زده کړو د بیلا بیلو پروګرامونو او پروژو ترسره کول.
د محصلینو د کورنیو دندو، څیړنو او د مونوګرافونو لیکنیزه سمونه، اصلاح او د کار د کیفیت ښه والي لپاره ورته مشورې او ځواب ورکول.
محصلیتو ته د صنفي سیمنارونو، مسلکي تجاربو، کنفرانسونو او څیړنیزو فعالیتونو په برخه کې لارښوونې او مشورې ورکول.
په هر درسي سمستر او یا هم لږ ترلږه تحصیلي کال کې د خپل مسلک اړوند د یوې علمي مقالې او یا هم څیړنې ترسره کول.
د ډیپارټمنټ، پوهنځي او موسسې په کچه د تضمین کیفیت په کمیټو کې غړیتوب، کار کول او د کمیټو رهبري کول.
پخپل مسلک کې د ډیپارټمنټ اړوند درسي چپټرونو ترتیب، نوي کول او د اړونده برخې علمي اثارو لیکنه او تالیف کول.
د نورو هغو دندو ترسره کول، چې په راتلونکي کې روښان د لوړو زده کړو موسسې له لورې استاد ته د پلان په اساس سپارل کیږي.
Background
About Rokhan institute of higher education::روښان د لوړو زده کړو موسسې په اړهروښان د لوړو زده کړو موسسه لوړو زده کړو وزارت سره د ۱۳۹۰ کال د جدي میاشتې په ۲۸ نیټه په ۵۲ مسلسل او ۵۳۸ ثبت نمبر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په توګه ثبت او راجستر شوې ده.روښان د لوړو زده کړو موسسه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې فعالیت کوي، چې په پنځو معالجوي طب، ستوماتولوژي، حقوق او سیاسي علوم ، فارمسي او اقتصاد پوهنځيو کې محصلینو ته د لسانس تر کچې روزنه ورکوي.روښان د لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په ختيځ کې يو له معتبرو او با اعتماده لوړو زده کړو بنسټونو څخه ده، چې د خپلو مجربو استادانو او مسلکي اداري کارکوونکو پر مټ هېوادوالو ته په ملي او نړيوالو معیارونو برابر تحصیلي خدمات وړاندې کوي.روښان د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۷ کال کې د اعتبار اخیستلو لومړۍ مرحلې ته د کاندیدو ویاړ ترلاسه کړ، چې په مسلسل کار او د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت معیارونو ته جدي پاملرنې سره د ۱۳۹۹ کال په حمل میاشت کې ارزونه ترسره او په پایله کې یې د ۷۴.۲ نمرو په ترلاسه کولو د اعتبار اخیستلو دوه مرحلې « لومړۍ او دویمه» بشپړې کړې.روښان د لوړو زده کړو موسسې د ایجاد اساسي هدف دادی، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د لوړو معیارونو په نظر کې نیولو سره داسې علمي کادرونه ټولنې ته خدمت لپاره وړاندې کړي، څو د څیړنې، تدریس، تشخیص او خدماتو له لارې د ټولنې خلکو ته خدمت وکړي. (Vision)لرلیدروښان د لوړو زده کړو موسسه غواړي د څيړنې او معياري اکاډميکوخدمتونو وړاندې کولو سره د متخصصو او ژمنو کادرونو روزنې پرمټ، په ملي کچه د يوه معتبر تحصیلي بنسټ په توګه وپيژندل شي. (Mission) ماموریتروښان د لوړو زده کړو موسسه د مسلکي او علمي کادرونو پر مټ د روزنې، څيړنو او معياري خدمتونو په وړاندې کولو سره د هيواد وګړي بوخت کړي تر څو د هغوی د ځانګړو مهارتونو او تخصص پر بنسټ ټولنې پرمختګ ته کار وکړي.
Job Requirements
Job Requirements:وړتياوېپه اقتصاد پوهنځي کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې ولري دکتورا ته لومړیتوب ورکول کیږي.پخپل مسلک کې لږ ترلږه د استاد په توګه د دندې درې کلنه تجربه ولري.د کمپوټر MS Office پروګرام سره بشپړه اشنايي ولري.په پښتو او دري ژبو حاکمیت او انګلیسي ژبې سره اشنايي ولري.خارج مرز فارغ اسناد باید تائید او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه رسمي د تائیدۍ مکتوب ولري.اداري کارونو کې مهارت او د تضمین کیفیت اړوند معیارونو سره بلدتیا ولري.
Vacancy Number
RIHE HRD/20
No. Of Jobs
4
Nationality
National
Gender
Any
Years of Experience
د تدریس په برخه کې لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه ول
Duration
د درې میاشتنۍ ازمایښتي دورې مثبتې ارزونې وروسته دایمي
Salary
د موسسې د بشري سرچینو پالیسۍ مطابق
Submission Guideline
Submission Guideline:په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي خپل غوښتنلیک او خلص سوانح د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر ۲۰نیټې پورې روښان د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو آمریت ته ولیږي. hrd@Rokhan.edu.afهمدارنګه په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي، خپل غوښتنلیک او خلص سوانح روښان د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو آمریت ته وسپاري.
Submission Email
hrd@Rokhan.edu.af
Submission Email
hrd@Rokhan.edu.af